افغان ګډو ځواکونو په خوست کې دوسلواو مهماتو یوه زیرمه نیولې

comments 0

1 Views

هندوکش – خوست: دخوست ولایت سیمه ییز چارواکي وایي،افغان ګډو ځواکونو دخوست ولایت په بیلا بیلو سیمو کې عملیات ترسره کړي دي،چې په ترڅ کې یې دوسلو او مهماتو سترې ډيپوه ګانې نیولې دي.
چارواکي زیاتوي،چې په ترسره شوو عملیاتو کې کې ۱۷۳ میله ډول،ډول وسلې او ګڼ شمیر نور چاودیدونکي توکي دافغان ځواکونو لاسته ورغلي دي.
چارواکي زیاتوي،په خوست ولایت کې دخلکو دښه اوډاډمن امنیت دخوندیتوب لپاره افغان ځواکونه پوره هڅه کوي اوترډیره بریده یې ماتې خوړلې.
عمران احمدزی

Share this page to Telegram

Comments