افغان کډوال: پاکستاني ځواکونه له افغانانو سره غیر انساني چلند کوي

comments 0

1333 Views

پاکستاني ځواکونو یو ځل بیا د افغان کډوالو ځورول پیل کړي او هېواد ته له راتلونکو مسافرو څخه په غیرقانوني ډول پیسې اخلي
هندوکس – کندهار: د کندهار په سپین بودلک کې له پاکستان څخه راتلونکي افغان کډوال وایي، پاکستاني ځواکونو پرې شرایط سخت کړي او هره ورځ يې په یوه او بله بهانه ځوروي.
افغان کډوال وایي، هغه کډوال چې پاکستان ته د دځینو اړتیاو له امله ورغلي او یاهم بېرته خپل هېواد ته راستنېږي، پاکستاني ځواکونه یې ځوروي او ان د ښځو او ماشومانو سره ناړوه او غیر انساني چلند کوي.
دوی وايي، پاکستاني ځواکونه ترې په غیر قانوني ډول پیسې هم اخلي .
افغان کډوال له افغان حکومت څخه غوښتنه کوي چې د دې ستونزې د اساسي حل لپاره دې له پاکستاني چارواکو سره خبرې وکړي او د افغانانو دغه ستونزه دې ژر حل کړي.
په سپین بودلک کې د افغانستان کمیسار محمد شریف عزیزي له افغان کډوالو سره د پاکستانیو ځواکونو ناوړه چلند تاییدوي، خو وایي هڅه کېږي چې دغه ستونزه د خبرو له لارې حل کړي.
خو د پاکستاني سرحدي ځواکونو مسول له افغانانو سره د پوځ ناوړه چلند نه مني او وایي یوازې پاکستان ته دهغو کډوالو ورتګ ته اجازه نه کوري چې قانوني اسناد ونه لري.
د افغان مسافرو شکایتونه په داسې حال کې راپورته کېږي چې څه وخت وړاندې افغان حکومت او پاکستان دواړو په خپلو کې یوه پرېکړه کړې چې د افغان کډوالو د ستونزې د حل لپاره به په ګډه کار کوي، خو کډوال اړ دي چې د تګ راتګ لپاره قانوني اسناد هم ولري.
سرچینه : ډیلي ویسا

Share this page to Telegram

Comments