افغان کومانډو په هلمند کې د وسله والو طالبانو له زندانه ۱۳ بندیان ژغورلي

comments 0

62 Views

هندوکش – هلمند: دغو ځواکونو د هلمند ولایت په نهرسراج ولسوالۍ کې عملیات کړي چې د طالبانو له یوه زندانه یې ۱۳ بندیان ژغورلي دي.
د کومانډو د ځانګړو عملیاتو قول اردو په یوه خبرپاڼه کې وايي چې دا کسان د نهرسراج ولسوالۍ په دین محمد کلي کې د طالبانو پر زندان د عملیاتو پرمهال راخوشې شول.
په خبرپاڼه کې راغلي چې افغان کومانډو ځواک په وروستیو څو میاشتو کې لسګونه ملکي وګړي او افغان سرتېري د ترورېستانو له ظلم څخه ژغورلي دي او دې کار ته به دوام ورکړي.
ننګیالۍ کوهنورد

Share this page to Telegram

Comments