افغان کرېکټ بورډ اجرائیه رئیس لطف الله ستانکزی له دندې لیرې کړو

comments 0

1 Views

هندوکش ــ کابل: د افغانستان کرېکټ لخوا په یوه خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې د دې ادارې اجرائیه رئیس لطف الله ستانکزی د “خرابې کارکردګۍ” له امله له خپلې دندې ګوښه کړل شوی دی. نورو رسنیو هغه لیک ترلاسه کړی چې د افغانستان کرېکټ بورډ رئیس فرحان یوسفزي لخوا ښاغلي لطف الله ستانکزي ته استول شوی او پکې له دندې د هغه د ګوښه کولو لاملونه په ګوته شوي دي
.په دې لیک کې راغلي چې لطف الله ستانکزۍ په خپله دنده کې د ناسم مدیریت، خرابې کارکردګۍ او له نورو مدیرانو سره د ناسم چلن له کبله له دندې ګوښه کړل شوی دی، د کرېکټ بورډ اعلامیه کې بیا راغلي دي چې ښاغلي ستانکزي ته مخکې هم په دې تړاو شفاهي او تحریري‌ اخطاریې ورکړل شوې وې.
اعلامیه وایي‌ چې اوس به د کرېکټ بورډ د اجرائیه ریاست بست د ازاد رقابت له لارې اعلانېږي او د دې ادارې له اصولو سره سم به نوی او وړ کس پر دې دنده ګومارل کېږي.
خو اخو پخپله لطف الله ستانکزي ویلي چې په دې اړه یې د کرېکټ بورډ له مشره کوم رسمي لیک نه دی ترلاسه کړی، ښاغلی ستانکزی همدا راز استدلال کوي چې د کرېکټ بورډ رئیس له دندې د ده ګوښه کولو واک نلري، او دا کار د بورډ د غړو دنده ده.
لطف الله ستانکزی تېر کال د نړیوال جام له سیالیو وروسته د افغانستان د کرېکټ بورډ اجرائیه رئیس په توګه ګومارل شوی و، تر ده وړاندې شفیق ستانکزي د څو کلونو لپاره دا دنده پر مخ وړله، خو په ۲۰۱۹ کال کې یې کاري موده بشپړه شوه او تمدید نه شوه، تر هغه وروسته دا دنده په موقت ډول اسدالله خان ته وسپارل شوه، چې د تېر کال نړیوال جام سیالیو پر مهال یې ترسره کړه، خو وروسته لطف الله ستانکزی دې دندې ته د یو شمېر نورو کاندیدانو له منځه غوره کړل شو.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments