افغان کریکټ بورډ: کریکټ ته د نوي جوړیدونکي ټلویزیون چارې پشپړې شوي دي

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: د افغانستان کرېکټ بورډ وايي، په پام کې ده چې د ‘افغانستان کرېکټ بورډ تلوېزیون’ یا ACB TV په نامه د کرېکټ مینه والو ته ځانګړی تلوېزیون جوړ کړي چې لومړنۍ چارې یې د بشپړېدو په حال کې دي.
د کرېکټ بورډ مشر فرهان یوسفزي پر ټوېټر لیکلي، “زما د ژمنې سره سم زموږ د کرېکټ مینه وال به ژر د ACB_TV# څخه د کرېکټ مېچونه وګوري!”.
کرېکټ بورډ وايي، د کرېکټ لپاره یې د ځانګړي تلوېزیون جوړولو هوډ وروسته تر هغه وکړ چې په هېواد کې د کرېکټ لوبې مینه وال په ډېرېدو دي.
د افغانستان کرېکټ نړیوالې او کورنۍ لوبې افغانان تر ډېره د بهرنیو او یا کورنیو تلوېزیونو له لارې په ژوندۍ بڼه ګوري.
کرېکټ بورډ وايي، د کرېکټ ځانګړي ټلویزیون لومړنۍ چارې په بشپړېدو دي او نور اړوند کارونه یې هم روان دي.
د ‘افغانستان کرېکټ بورډ تلوېزیون’ یا ACB TV په نامه د نوي ټلویزیون د جوړیدو خبر داسې مهال ورکول کیږي چې د کریکټ افغان مینوالو وار وار له مسؤلینو غوښتي و چې د کریکټ لپاره یو ځانګړی ټلویزیوني چینل جوړ کړي.
آرش احساس

Share this page to Telegram

Comments