افغان کرکټ ملي لوبډله سبا هند سره ټست لوبه ترسره کوي

comments 0

1 Views

هندوکش – کابل: د افغانستان کرکټ بورد نه په خپور شوي خبر کې راغلي چې ټاکل شوې سبا پنجشنبې افغان کرکټ ملي لوبډله هند پر وړاندې لومړې ټست لوبه ترسره کړي.
د کرکټ بورد چارواکي وايي، “افغانستان خپله تاریخي ټېسټ لوبه د هندوستان پر وړاندې کوي او د دې سیالۍ لپاره د هېواد د کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې لوبډله هم غوره کړې ده، لوبدله پوره چمتووالی لري او ان‌شاءالله وبه کولای شي چې د هند پر وړاندې په لوبه کې ښه ولوبېږي.”
افغان کرکټ ملي لوبډلې تردې وړاندې بنګلدیښ پر وړاندې د کرکټ په زړه پورې دری شل اوریزې لوبې ترسره کړې چې په پایله کې دا افغانستان وو چې دری لوبې یې خپل په ګټه تمام کړې؟
د افغانستان د ملي لوبډلې کپټان اصغر ستانکزي هندي رسنیو ته ویلي دي چې افغانستان د هند په پرتله ښه سپېن بالران لري لکه راشد خان، مجیب‌الرحمن، محمد نبي، ظاهر خان او نور.
خو هند هم ډېر با تجربه بالران لري، مثلاً روي چندرا اشوین او راویندرا جادېجا چې دواړو په ګډه په ټېسټ لوبو کې ۴۷۶ وېکټې اخیستي.
نایر هندي رسنیو ته ویلي، دې ته په پام سره چې افغانستان کله هم ټېسټ لوبه نه‌ده کړې، نو ستانکزي ډېره لویه ادعا کړې ده.
ولیدل شي چې افغان او هندوستان ترمنځ سبا کرکټ لوبه څنګ ترسره کیږي او د ټست لوبې ګټونکې به هندوستان وي او که افغانستان.
آرش احساس

Share this page to Telegram

Comments