افغان کرکټ لوبډله خپله دوهمه تمریناتي سیالي له انګلستان سره لوبیږي

comments 0

364 Views

هندوکش – کابل: له کرکټ بورده په خپور شوي خبر کې راغلي چې، د افغانستان کرکټ ملي لوبډله د مې په اووه ویشتمه،له انګلستان سره دوستانه، تمریناتي لوبه کوي.
دا لوبه د لندن په جَنوب کې د کینینګټن سیمې په اووال «The Oval» لوبغالي کې کېږي.
ټاکل شوې چې د مې په دېرشمه نېټه په انګلستان او وېلز کې د کرکټ د نړیوال جام سیالۍ پېل شي.
د سیالۍ تر رسمي پېل مخکې باید هره ګډون کوونکې لوبډله دوه تمریناتي لوبې وکړي.
د افغانستان لومړۍ تمریناتي لوبه د جمعې په ورځ د پاکستان په وړاندې وه او په درېیو وېکټونو يې له پاکستانه وګټله.
د پاکستان دوهمه تمریناتي لوبه له بنګله دېش سره ده.
د افغانستان دکرکټ ملي لوبډله به د نړیوال جام لپاره لومړۍ سیالي د جون په اوله ورځ د اسټرالیا له لوبډلې سره کوي.
آرش احساس

Share this page to Telegram

Comments