افغان چارواکي وایي، په غزني کې یي څوارلس طالبان وژلي او اوه نور یي ټپيان کړي دي

comments 0

3 Views

هندوکش – غزني: د غزني د والي ویاند وایي، تېره شپه طالبان په آب بند ولسوالۍ کې راټول شوي او غوښتل یي چې د افغان ځواکونو پر پوستو بریدونه وکړي.
ویاند وایي، افغان ځواکونه په ترهګرو لومړی شوي چې ۱۴ طالبان په کې وژل شوي او اوه نور ټپيان شوي دي.
د والي ویاند وایي د دوو طالبانو جسدونه هم په سیمه کې پاتې دي.
شاه رسول غزنوي

Share this page to Telegram

Comments