افغان ځواکونو چټک پرمختګ نړۍ حیرانه کړې / نوید احمد څرک

comments 0

0 Views

د افغان ځواکونو پيل په ۲۰۰۳م میلادي کال کې و چې بیا له سره یې بنسټ کیښودل شو، ځکه څو کلونو جګړه د افغانستان د اردو او پولیسو بنسټ له منځه وړی و او هیڅ داسې څه نه و چې له مخې یې خلک په افغان ځواکونو جذب شوی وای او یو داسې چوکاټ کې یې کار کړی وای چې ملي وای.

پنځلس کالو په اوږدو کې افغان ځواکونه د شمېر له مخې پوره شول او اوس په هره برخه کې ځانګړي ځواکونه هم لري چې کولای شي په کور دننه د ترهګرۍ پرضد د مبارزې تر څنګ خپل دښمن هېواد ته هم ځواب ووایي.

په ۲۰۱۴م کال کې کله چې افغان ځواکونو ته له بهرنیو ځواکونو امنیت وسپارل شو، له هغې ورځ تر دوو کلونو افغان ځواکونه له یو لړ ستونزو سره مخ و، خو دا ستونزې د افغان ځواکونو لپاره تجربې شوې او د دښمن پروړاندې لا نور غښتلي شول.

په تېرو کلونو کې د افغان ځواکونو لویه نیمګړتیا د هوایي پوځ په برخه کې د امکاناتو نه شتون و چې نور ځواکونه یې هم له مشکل سره مخ کړي و او د افغان ځواکونو تلفات ورسره لوړ و.

لنډه دا چې په ۲۰۱۷م میلادی کال کې افغان هوايي پوځ ته الوتکې په لاس کې ورکول شوې چې کولای شي په هر ځای او هره سیمه کې دښمن په نخښه کړي، اوس نو دښمن له جبهيي جګړو ووت او نه شي کولای په یو ځای راټول او یو ځای تمرینات ترسره کړي.

د افغان ځواکونو او افغانانو دښمن به په ډيره زړه ورتیا سره د افغانستان په ځینو سیمو کې لوی غونډې او لوی مرکزونو کې ناستې درلودې، خو دا چې هوایي ځواک سره امکانات نه و، نو د ځمکې له لارې د نورو ځواکونه ورتګ اسانه نه و، یا به دښمن له وړاندې خبریده او یا به هغه سیمې ته په موټر کې تګ یوه یا دوه ورځې وخت نیوه.

اوس چې افغان ځواکونو کې کمانډو، ځانګړي ځواکونه، صفر یو قطعه او نورې عملیاتې پیاوړې ډلې شته، هوایي ځواک لري، نو دښمن د افغانستان په هر ګوډ کې وارخطا دی او هره لحظه د دې فکر کوي چې د هوا له لارې پرې بم غورځیږي او یا د هوا له لارې پرې افغان کمانډو او ځانګړي ځواکونه راښکته کیږي.

ترهګرو ډلو چې اوس د افغان ځواکونو زړه ورتیا او امکانات ولیدل، اوس لوی غونډې او جلسې په مدرسو او جوماتونو کې او یا د خلکو په منځ کې کوي چې د هوا له لارې پرې برید و نه شي.

د افغان ځواکونو له پرمختګ سره ترهګرې ډلې اوس له جبهيي جګړو ولویدې او نه شي کولای په یو ځای لس ترهګرو راټول او په یو ځای برید وکړي، کومه سیمه کې چې ترهګرې ډلې یو ځای راټولیږي، حتما د دې امکان وي چې هوایي پوځ پرې برید وکړي او یا د هوا له لارې افغان ځانګړي او یا کمانډو ځواکونه ور ورسیږي.

تر دوه زره او شلم کال پورې به د افغان هوایي ځواک ټولې نیمګړتیاوې بشپړې شي او هغه الوتکې او څرخکې چې اوس یې په واک کې نه لري، په پام کې ده چې دوه کالو کې یې پوره کړي.

اوس افغان ځانګړي او کمانډو ځواکونو عملیاتو ته د نړۍ هېوادونه حیران پاتې دي چې څنګه په لږه موده کې د پيچلو عملیاتو کولو جوګه شول اوکولای شي د شپې او ورځې داسې عملیات وکړي چې دښمن یې مات شي او خپله تلفات و نه ګوري.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني چې د پوځ سراعلی قومندان هم دی په دې کار کوي چې څنګه کولای شي د کمانډو ځواکونو شمېر زیات کړي چې ورسره سم به د هوایي ځواک تجهیزات هم ډير شي.

په خپلو ځواکونو باور ولرئ، هیڅ دښمن ته به اجازه ور نه کړي چې د افغانستان خاوره ناسمه استفاده کړي او یا د هېواد بنسټونه یو ځل بیا ړنک کړي، اوس افغان ځواکونه ملي دي او په ملي روحیه د افغانستان د پرمختګ او ثبات لپاره په جګړه دي، انشاءالله بری د افغان ځواکونو دی او دښمن به مات او ذلیله وي.

Share this page to Telegram

Comments