افغان ځواکونو پټان کې عملیات پيل کړل

comments 0

548 Views

هندوکش – پکتیا: افغان ځواکونو د پکتیا په پټان ولسوالۍ کې پوځي عملیات پيل کړي دي.
والي شمیم کټوازی وایي، دغه عملیات یي د یادې ولسوالۍ په مقبلو سیمه کې پيل کړي دي.
د والي په خبره، دغه سیمې له تېرو څو کلونو راهیسې له طالبانو سره وې.
کټوازی ډاډ ورکوي چې تراوسه افغان ځواکونه پرته له مقاومته وړاندې روان دي او ګڼې سیمې یي نیولي دي.
مقبل ډیورنډ کرښې ته پرته سیمه ده چې تل به ترې وسله والو ورانکاري کړنې ترسره کولې.
طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
عمران احمدزۍ

Share this page to Telegram

Comments