افغان ځواکونو په کندهار ولایت کې دیوه برید مخه نیولې

comments 0

0 Views

هندوکش ـ کندهار: دکندهار والي ویاند بهیر احمد ي له رسینو سره په خبرو کې ویلي،وسلوالو طالبانو دکندهار ولایت په میوند ولسوالۍ کې په یوه مسجد او دیوه ملکی شخص په کورکې چاویدونکي توکي ځاي پرځاي کړي،چې غوښتل یې په کندهار ولایت کې چاودنې او بریدونه ترسره کړي.
نوموړي زیاتوي، چې تیره شپه افغان ځانګړو ځواکونو په دغه سیمه عملیات ترسره کړل ، چې په ترڅ کې یې ۳ وسلوال طالبان وژل شوي او په مسجد او کور کې ځاي پرځاي شوي چاودیدونکي توکي لومړي کشف او له منځه وړل شوي دي.
داحمدي له قوله دافغان ځواکونو په یادو عملیاتو کې یوشمیر وسلې او مهمات دافغان ځواکونو لاسته ورغلي دي.
ننګیالۍ کوهنورد

Share this page to Telegram

Comments