افغان ځواکونو په کندز ولایت کې د طالبان برید په شا تمبولی دی

comments 0

3 Views

هندوکش ـ کندز: د کندز ولایت ځايي امنیتي چارواکي وايي، چې وسلوالو طالبانو تیره شپه د کندز ولایت په مربوطاتو کې د افغان امنیتي ځواکونو په پوستو بریدونه کړي، چې په پایله کې د طالبانو برید بیرته په شا وتمبول شو او طالبانو ته په کې درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.
د کندز ولایت امنیه قوماندانۍ ویاند هجرت الله اکبري وايي، چې وسلوالو طالبانو د کندزولایت په کله ګاو او سرک نو او همدارنګه د یاد ولایت په امام صاحب ولسوالۍ په مربوطاتو کې بریدونه کړي، چې د افغان ځواکونو له لوري یې بریدونه په شا تمبولي او طالبانو ته يې په کې درنه مرګ ژوبله اړولې ده.
په ورته مهال کې دیاد ولایت قومي مشرانو، دیني عالمانو او د یاد ولایت اوسیدونکو د افغان ځواکونو ملاتړ کړي او د دوی هڅو اوقربانیو څخه ستاینه کړې ده.
نجیبه سروري

Share this page to Telegram

Comments