هندوکش ــ کابل: د ملي اردو ځواکونود کابل ولایت په مختلفو ولسوالیو کې علمیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې ۶۲میله بیلا بیلې وسلې دافغان ځواکونو لاسته ورغلي دي.
چارواکي وايی،چې په ترلاسه شوو وسلو کې ۲۰ میله کلاشینکوفونه ۱ میله پیکاه،۲۹ میله تفنګچې او ۱۳ میله نورې مختلفي سپکې او درنې وسلې دافغان ځواکونو لاسته ورغلي دي.
دوي زیاتوي چې ترلاسه شوې وسلې د ډایاک پروګرام ته وسپارل شوې، دوي وايي افغان ځواکونه هڅه کوي،چې دهېواد په مختلفو ولایتونو کې دغیر قانوني وسلو دلېږد مخه ونیسي.
عبید رادپور
افغان ځواکونو په کابل کې ۶۲میله مختلفې وسلې نیولي دي
