افغان ځواکونو په پکتیا ولایت کې دطالبانو دیوه ولسوال په ګډون ۴تنه طالبان نیولي دي

comments 0

4401 Views

هندوکش ــ پکتیا: دپکتیا ولایت ځايي امنیتي چارواکي وايي، چې افغان ځانګړوځواکونو دپکتیا ولایت په میرزکي ولسوالۍ په لویه لاره تصفیوي عملیات ترسره کړي، چې په پایله کې دطالبانو دیوه ولسوال په ګډون د طالبانو ۴تنه مالي مسولین نیولي دي.
چارواکي وايي، چې افغان ځواکونو له نیول کسانو څخه دوه میلونه پاکستاني کلدارې هم ترلاسه کړې دي.
دوي وايي، چې یادو وسلوالو غوښتل دپکتیا ولایت په مخلتفو ولسوالیو کې دطالبانو لیکو ته د جګړې او مالي اسانیتاوې تیارې کړي.
وسلوالو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
عمران احمدزی

Share this page to Telegram

Comments