افغان ځواکونو په هرات کې له ۵۲ اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وکړه

comments 0

6 Views

هندوکش ـ هرات: د هرات ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، چې تیره ورځ د ملي اردو ځواکونو د هرات ولایت په مرکز اړوند دیارلسمه ناحیه د شهیدانو په ښارګوټي کې له ۵۲ اړمنو او بېوزلو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته ترسره کړه.
ځايي چارواکي زیاتوي، چې یادې مرستې له هغو کورنیو سره ترسره کړې، چې د کورنۍ غړي یې د پوځ په لیکو کې شهیدان شوي وي.
دوی وايي، چې په یادو مرستو کې بوره ،غوړي،چای… او ژمني توکي شامل دي.
په عین حال کې اړمنو کورنیو د افغان ځواکونو د مرستې د مننې ترڅنګ له مرستندویه ادارو څخه غوښتنه وکړه، چې له اړمنو او بېوزله کورینو سره مرسته ترسره کړي.
امیرحسین سلجوقي

Share this page to Telegram

Comments