افغان ځواکونو په هرات ولایت کې ۳۰ کړۍ ماینونه کشف او له منځه یوړل

comments 0

2 Views

هندوکش ـ هرات: د هرات ولایت ځايي امنیتي چارواکي وايي، چې افغان ځواکونو د هرات ولایت په پښتون زرغون ولسوالۍ کې تصفیوي عملیات ترسره کړي، چې په پایله کې ۳۰ کړۍ بیلا،بیل ماینونه کشف او له منځه وړي دي.
چارواکي زیاتوي، چې نوموړې ماینونه د طالب وسلوالو لخوا د ولسي وګړو او افغان ځواکونو د وژلو په موخه ځای پرځای کړي و، چې د افغان ځواکونو د انجینرۍ ټیم لخوا کشف او له چاودنو څخه یې مخنیوی ترسره کړ.
په عین حال کې د یاد ولایت ځايي اوسیدونکو د افغان ځواکونو د ملاتړ ترڅنګ له طالب وسلوالو غوښتنه کړې، چې له تاوتریخوالي لاس واخلئ او دسولې له ملي پروسې سره یوځای شوئ.
امیرحسین سلجوقي

Share this page to Telegram

Comments