افغان ځواکونو په نیمروز ولایت کې ۲۸۰ ګیلو ګرامه نشه يي توکي نیولي دي

comments 0

62 Views

هندوکش ــ نیمروز: د نیمروز ولایت ځايي چارواکي وايي، چې دنیمروز ولایت دامنیه قوماندانۍ نشه يي توکو پرضد دمبارزې موظفینو دیولړ عملیاتو په ترڅ کې ۲۸۰ ګیلو ګرامه نشه یي توکي کشف او نیولي دي.
دنیمروز امنیه قوماندانۍ مرستیال حاجي غلام نبي مخلص وايي،چې په ترسره شوو عملیاتو کې د۲۸۰ ګیلوګرامه نشه یي توکو سره یوځاي یو باروړنکي موټرهم دافغان ځواکونو لاسته ورغلي دي.
نوموړي زیاتوي،چې دترهګرو او دنشه یی توکو دقاچاق کوونکو په وړاندې به خپلې مبارزې ته دوام ورکړي.
امیرحسین سلجوقي

Share this page to Telegram

Comments