افغان ځواکونو په نورستان ولایت کې ۷ تنه پاکستاني طالب وسلوال وژلي دي

comments 0

2227 Views

هندوکش ـ نورستان: په کونړ ولایت کې امنیتي چارواکي وايي، چې تیره شپه وسلوالو طالبانو د یاد ولایت په کامدیش ولسوالۍ کې د افغان امنیتي ځواکونوپه پوستو بریدونه کړي، چې د افغان ځواکونو له سخت مقاومت سره مخ شوي اوپه ځوابیه برید کې ۷تنه پاکستاني طالبان وژل شوي دي.
چارواکي وايي، چې په یاده نښته کې د ۷ تنو طالبانو په وژل کیدو سربیره ۱۰ تنه وسلوال طالبان هم ټپیان شوي دي.
دوي زیاتوي، چې د هېواد په مختلفو ولایتونو کې له افغان ځواکونو سره د طالبانو په جګړه کې د پاکستاني وسلوالو فعالیت زیات شوی او ټوله جګړه پاکستاني افسران رهبري کوي.
فرهاد شهراني

Share this page to Telegram

Comments