افغان ځواکونو په ننګرهار ولایت کې ځانمرګي برید ته چمتو شوی واسکټ نیولی دی

comments 0

3 Views

هندوکش ــ ننګرهار: د ننګرهار ولایت امنیتي چارواکي وايي، چې افغان ځواکونو دیو لړ کشفي او استخباراتي معلوماتو په اساس دیاد ولایت په اچین ولسوالۍ کې د داعش وسلوالوله لوري ځانمرګي برید ته چمتو شوی واسکټ کشف او نیولی دی.
امنیتي چارواکي زیاتوي، چې په ننګرهار ولایت کې داعش وسلوالو سخته ماتې خوړلې او یاده ترهګریزه ډله سخته ځپله شوې ده.
په عین حال کې دیادې ولسوالۍ اوسیدونکي د افغان ځواکونو دهڅو،قربانیو او مننې ترڅنګ له افغان ځواکونو څخه وغوشتل، چې د داعش وسلوالو په وړاندې علمیات پراخ ترڅو ټول ننګرهار ولایت ترې په بشپړ ډول پاک شي.
فرهاد شهراني

Share this page to Telegram

Comments