افغان ځواکونو په ننګرهار ولایت کې ځانمرګي برید ته چمتو شوي دوه واسکټونه ترلاسه کړي

comments 0

1172 Views

هندوکش ـ ننګرهار: د ننګرهار ولایت امنیتي چارواکي وايي، چې افغان امنیتي ځواکونو د ننګرهار ولایت سپین غر ولسوالۍ په مربوطاتو کې ځانمرګي برید ته ۲ واسکټونه،۳ هاوان مرمۍ،۴ لاسي بمونه او ۱ لاس بم ترلاسه شوی دی.
امنیتي چارواکي زیاتوي، چې نیول شوي وسلې ، مهمات او چاودیدونکي توکي د ۲۰۱ سیلاب قول اردو د انجینرۍ ټیم له خوا په خوندي ځاي کې له منځه یوړل شول.
په ورته وخت کې د یادې ولسوالۍ اوسیدونکو د افغان ځواکونو له کړنو څخه مننه وکړه او دوی ته یې دبشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ.
فرهاد شهراني

Share this page to Telegram

Comments