افغان ځواکونو په لوګر کې دوسلو او مهماتو یوه مهمه زیرمه ترلاسه کړې

comments 0

9 Views

هندوکش – لوګر: دلوګر ولایت په خروار ولسوالۍ کې دافغان ځواکونو په ځانګړو عملیاتو کې دوسلوالو طالبانو دوسلو اومهماتو یوه ډیپوه موندلې، یاد عملیات تیره شپه دافغان ځواکونو له خوا ترسره شوي، چې په پایله کې ۸۳ میله کلاشینکوف،۷ میله توپانچه او د۱۰۰۰ دانې مختلفې مرمۍ هم دافغان ځواکونو لاسته ورغلي دي.
دملي دفاع وزات په خبرپاڼه کې راغلي، چې یادې قضې په تړاو یې ۳ کسان هم نیولي دي.
عبید رادپور

Share this page to Telegram

Comments