افغان ځواکونو په لوګر ولایت کې یو ماشوم د انسان تښتوونکو له منګلولو ژغورلی

comments 0

23 Views

هندوکش ــ لوګر: د لوګرولایت امنیتي چارواکي وايي،چې ملي پولیسو یو ماشوم دانسان تښتوونکو له منګلولو ژغورلي اوپه تړاو یې دوه تنه نیولي دي.
د لوګرو لایت امنیه قوماندان رحم خدا مخلص وايی، د انسان تښتوونکو څخه یاد ماشوم د ننګرهار ولایت په تورخم کې نیول شوي او بیرته خپلې کورنۍ ته سپارل شوی دی.
امنیه قوماندان دلوګر ولایت له اوسیدونکو غواړي،چې افغان ځواکونو سره همکاري وکړئ،ترڅو له داسې پیښو څخه په اسانۍ سره مخنیوي وشي.
نوموړی وايی، دهر ډول شکمنو کړنو او شکمنو اشخاصو په لیدو سره افغان امنیتي ځواکونو ته خبر ورکړئ.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments