افغان ځواکونو په لوګر ولایت کې دیوې چاودنې مخه نېولې

comments 0

0 Views

هندوکش – لوګر: دلوګرولایت امنيتي چارواکي وايي،چې وسلوالو طالبانو دلوګر ولایت عبدالله ابن مسعود په جامع جومات کې ۶ کړۍ ماینونه ځاي پرځاي کړي،چې په پایله کې یاد ماینونه دلوګرولایت دامنیه قوماندانۍ پولیسو کشف او له منځه یې یوړل.
دلوګر ولایت دامنیه قومدانۍ ویاند شاپور احمدزی وايي،چې وسلوالو طالبانو له افغان ځواکونو سره په مخامخ جګړه کې ما تې خوړلې،دوي اوس په لویو لارو، مقدسو ځایونو اوپلونو لاندې ماینونه خښوي، ترڅو بې ګناه خلک شهیدان کړي او غواړي په دې سره خپله ماتې پټه کړ ي.
دیادونې وړ ده، چې د یادو ډلو له خوا د ځای پر ځای شوو چاودېدونکو توکو ټول قربانیان ولسي وګړي دي
عبید رادپور

Share this page to Telegram

Comments