افغان ځواکونو په فراه کې ۴ کړۍ ماینونه کشف او له خونړیو چاودنو څخه یې مخنیوی کړی

comments 0

3 Views

هندوکش ــ فراه: د فراه ولایت امنیتي چارواکي وايي، چې افغان ځواکونو تیره ورځ د فراه ولایت په پشت رود ولسوالۍ کې ۴ کړۍ ماینونه کشف کړي او له خونړیو چاودنو څخه مخنیوی کړی دی.
ځايي چارواکي وايي، چې نوموړي ماینونه د طالبانو له خوا د ولسي وګړو او افغان امنیتي ځواکونود وژلو په موخه ځای پرځای کړی و.
چارواکي زیاتوي، چې افغان ځواکونود یادو ماینونو په کشف او مخنیوي سره د سلګونوبې ګناه انسانانو ژوند وژغوره.
په ورته وخت کې د فراه ولایت اوسیدونکو د افغان امنیتي ځواکونو دهڅو اوقربانیو ستاینه کړې اوله افغان ځواکونو یې غوښتي دي، چې دطالبانو شوم شوم اهداف شنډ کړئ او په وړاندې یې عملیات په لاره واچوئ.
امیر حسین سلجوقي

Share this page to Telegram

Comments