افغان ځواکونو په فراه کې د ترهګرو طالبانو یوه مهمه عایداتي سرچینه ګمرګ له منځه وړی دی

comments 0

13 Views

هندوکش ــ فراه: افغان ځواکونو د فراه ولایت په شیب کوه ولسوالۍ کې دطالبانو یو ګمرګ چې له خلکو او موټر چلوونکو یې د ګمرګ په نوم باج اخیسته د افغان ځواکونو له خوا له منځه یوړل شو.
د یاد ولایت ځايي چارواکي وايي، طالبان په فراه ولایت په بیلا بیلو ولسواليو کې د ملکي وګړو له کورنو څخه دسنګر په توګه ګټه اخلي او په ګنو ولسوالیو کې له بار وړونکو موټرو څخه زیاتې پیسې اخلي.
چارواکي زیاتوي، افغان ځواکونه په فراه ولایت د طالبانو پر ضد پراخ عملیات په لاره اچولي دي او ډیر ژربه د فراه ولایت ټولې ولسوالۍ د طالبانو له شتون څخه پاکې کړو.
امیر حسین سلجوقي

Share this page to Telegram

Comments