افغان ځواکونو په غور ولایت کې د طالبان برید په شا تمبولی دی

comments 0

48 Views

هندوکش ــ غور: طالبانو تیره شپه دغورولایت په چهارسده ولسوالۍ په ځينو پوستو بریدونه پیل کړي و،چې په ترڅ کې دافغان امنیتي ځواکونو له مقاومت سره مخ شول او بریدونه یې بیرته په شا وتمبول.
دغور ولایت ځايي چارواکي وايي،طالبان اوس له افغان ځواکونو سره دمخامخ جګړې کولو توان نه لري، دوي په هره جګړه کې له ماتې سره مخامخ شوي دي.
چارواکي زیاتوي، چې په نوموړې نښته کې افغان ځواکونو ته کوم زیان نه دی اوښتی.
امیر حسین سلجوقي

Share this page to Telegram

Comments