افغان ځواکونو په غزنی ولایت کې ۳۰ کړۍ ماینونه کشف او له منځه وړي دي

comments 0

2 Views

هندوکش ـ کابل: د ملي دفاع وزارت له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې وسلوالو ترهګرو د غزني ولایت مرکز اړوند « ارزو خورد » او « ادرزو کلان» سیمه کې ۳۰ کړۍ ماینونه د سړ ک پرغاړه ځای پرځای کړي، چې د افغان ځواکونو له خوا کشف او له منځه یوړل شول.
خبرپاڼه زیاتوي، چې نوموړي ماینونه د وسلوالو ترهګرو له خوا د ولسي وګړو او افغان امنیتي ځواکونو د وژني په موخه ایښي و، چې خوشبختانه د افغان ځواکونو له خوا کشف او له منځه یوړل شول او له خونړیو پیښو څخه مخنیوی ترسره کړ.
په ورته وخت کې د یاد ولایت اوسیدونکي د افغان ځواکونو د ملاتړ ترڅنګ د دوی هڅو او قربانیو څخه مننه وکړه.
شاه رسول غزنوي

Share this page to Telegram

Comments