افغان ځواکونو په غزني ولایت کې له یوې خونړۍ چاودنې څخه مخنیوی وکړ

comments 0

6 Views

هندوکش ـ غزني: د ملي اردو ځانګړې قول اردو له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې وسلوالو طالبانو د غزني ولایت په اندړ ولسوالۍ په بند سرده سیمه کې د سړک پرغاړه د ولسي وګړو او افغان ځواکونو د وژني په موخه ماین ځاي پرځاي کړی و کشف، له منځه یوړ او له یوې خونړۍ چاودنې څخه یې مخنیوي ترسره کړ.
چارواکي زیاتوي، چې د ملي اردو ځواکونه د پخوا په پرتله مسلکي او مجهز شوي دي او کولای شي دل ویو خونړیو بریدونو مخه ونیسي.
دوي وايي، که له افغان ځواکونو ولسونه مرسته او ملاتړ وکړي دښمن ته به هیڅکله اجازه ورنه کړل شي، چې ترهګریز بریدونه ترسره او بې ګناه افغانان ووژي.
په ورته وخت کې د یاد ولایت اوسیدونکو طالبانو یاد عمل په سختو ټکو سره غندلی او له طالبانو یې وغوښتل چې نور له تاوتریخوالي لاس واخلئ او سوله وکړئ.
شاه رسول غزنوي

Share this page to Telegram

Comments