افغان ځواکونو په غزني ولایت کې د تیرې ورځې د موټر بم برید طراح وژلی دی

comments 0

1 Views

هندوکش ــ کابل: ملي دفاع وزارت وايي، چې افغان ځواکونو د غزني ولایت، ګیرو ولسوالۍ علی شیر خیل ولسوالۍ په مربوطاتو کې ځانګړي هوايي عملیات ترسره کړي، چې په پایله کې په غزني ولایت د افغان ځواکونو په یوه مرکز باندې دبرید طرحه کوونکی حمزه وزیرستانی له خپلو ۷ ملګرو سره یوځای وژل شوی دی.
د ملي دفاع وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې په ترسره شووعملیاتو کې د دښمن ګن شمیر وسلې اومهمات له منځه تللې دي.
عبید رادپور

Share this page to Telegram

Comments