هندوکش ــ سرپل: د سرپل ولایت امنیه قوماندان وايي، چې تیره ورځ یې دسرپل ولایت په صیاد ولسوالۍ کې تصفیوي عملیات پیل کړي دي.
دسرپل امنیه قوماندان زیاتوي، چې په یادو تصفیوي عملیاتو کې ۱۰ طالب وسلوال وژل شوي او ۲تنو طالبانو قوماندانانو په ګډون ۷ تنه طالب وسلوال ټپیان شوي دي.
نوموړي زیاتوي، چې په ترسره شوو عملیاتو کې دطالبانو ۵عرادې موټرسایکلونه هم دافغان ځواکونو په عملیاتو کې له منځه وړل شوي دي.
عاطفه مصمم
افغان ځواکونو په سرپل ولایت کې عملیات پیل کړل
