افغان ځواکونو په بلخ ولایت کې له یوه موټر بم چاودنې څخه مخنیوی کړی دی

comments 0

1 Views

هندوکش ـ بلخ: د ۲۰۹ شاهین قول اردو له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې تیره ورځ د بلخ ولایت په بلخ ولسوالۍ بها الدین سیمه کې د یادې قول اردو موظفینو د یو لړ کشفي او استخباراتي معلوماتو په اساس د یوه موټر بم چاودنې څخه مخنیوی ترسره کړی دی.
خبرپاڼه زیاتوي، چې وسلوالو غوښتل د ښار په یوې ګڼې ځای کې له چاودیدونکو توکو ډک موټر ته چاودنه ورکړي، چې د افغان ځواکونو له خوا له منځه یوړل شو او د یوې خونړۍ چاودنې څخه مخنیوی ترسره شو.
په عین حال کې په بلخ ولایت کې مدني فعالان د افغان ځواکونو له هڅو او کړنو څخه ستاینه او ملاتړکوي.
عاطفه مصمم

Share this page to Telegram

Comments