افغان ځواکونو په بدخشان ولایت کې دطالبانو برید په شا تمبولی او ۱۶تنه وسلوال طالبان وژلي دي

comments 0

1 Views

هندوکش ــ بدخشان: د بدخشان ولایت امنيتي چارواکي وايي، چې وسلوالو طالبانو تیره شپه د بدخشان ولایت کوهستان ولسوالۍ په مربوطاتو کې دافغان ځواکونو په پوستو دبرید پلان درلود،چې د افغان ځواکونو یې له خوا یې برید په شا وتمبول شو او په پایله کې ۱۶تنه وسلوال طالبان وژل شوي دي.
چارواکي وايي، چې طالبانو په دې ورستیو کې دافغان امنیتي ځواکونو په پوستو وسلوال بریدونه زیات کړي او دسولې ملي پروسې ته درناوی نه لري.
په عین حال کې د بدخشان ولایت اوسیدونکي وايي، که طالبان له جګړې لاس وا نخلي کولای شی دسولې ملي پروسه زیانمه او ځند سره مخ کړي.
دوی وايی، سوله دهر افغان هیله او غوښتنه ده او باید دجګړې ښکیل اړخونه د ولسونو غوښتنو ته مثبت ځواب ووايی.
نجیبه سروري

Share this page to Telegram

Comments