افغان ځواکونو په ارزګان ولایت کې د طالبانو یو زندان مات کړی

comments 0

3 Views

هندوکش ــ ارزګان: د ملي اردو ځانګړو ځواکونو د ارزګان ولایت په شهید اساس ولسوالۍ کې عملیات ترسره کړي دي، چې په ترڅ کې د طالب وسلوالو یو زندان مات کړي او له یاد زندان څخه یې ۱۲تنه ملکي وګړي ازاد کړي دي.
دیاد ولایت ځايی چارواکي وايي،چې په ترسره شوو عملیاتو کې د۱۲تنو ملکي وکړو په ازادیدو سربیره ۳تنه وسلوال طالبان وژل شوي، ۵تنه نور ژوندي نیول شوي دي.
چارواکي زیاتوي،چې په نوموړو عملیاتو کې ۳۱۰ګیلو ګرامه چاودیدونکي توکي اویو عراده موټر سایکل دملي اردو ځانګړو ځواکونو لاسته ورغلي دی.
طالبانو په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
ننګیالی کوهنورد

Share this page to Telegram

Comments