افغان ځواکونو په ارزګان او کندهار ولایتونو کې له ۲۹ چاودنو څخه مخه ونیول شوه

comments 0

1 Views

هندوکش ــ کندهار: د ۲۰۵ اتل قول اردو له لوري په خپره شوې خپرپاڼه کې راغلي دي، چې افغان امنیتي ځواکونو د ارزګان اوکندهارولایتونو په مختلفو ولسوالیو کې ۲۹ کړۍ ماینونه کشف کړي اوله خونړیو چاودنو څخه یې مخنیوی کړی دی.
خبرپاڼه زیاتوي، چې طالب وسلوال د کندهار ولایت په میوند او ژیړۍ ولسوالیو کې ۲۶ کړۍ ماینونه او دارزګان ولایت په ګیزاب ولسوالۍ کې ۳ کړۍ ماینونه د ولسي وګړو او افغان ځواکونو د وژلو په موخه ځای پرځاي کړي و.
په ورته مهال کې د ارزګان او کندهارولایتونو اوسیدونکو د افغان ځواکونو کړنې ستایلي او په طالبانو یې عږ کړی دي، چې نورپه هېواد کې تاوتریخوالی بس کړئ او سولې ته غاړه کېږدئ.
عبدالله اڅکزی

Share this page to Telegram

Comments