افغان ځواکونو هرات کې له دریو چاودنو څخه مخنیوی ترسره کړ

comments 0

1 Views

هندوکش – هرات: د هرات ولایت امنیه قوماندانۍ چارواکي وایي، چې وسلوالو طالبانو تیره ورځ د هرات ولایت ادرسکن _شینډنډ پر لویه لاره ماینونه ځای پرځای کړ ي وو، چې دښاري کنډک پولیسو دا نجینرۍ ټیم په مرسته کشف او له منځه یوړل شول.
چارواکي وایي، چې افغان ځواکونه دپخوا په پرتله مسلکي شوي او هره ورځ دیته ورته پیښو مخنیوی ترسره کوي.
دوی وایي که ولسونه دخپلو افغان ځواکونو سره پوره او لازمه همکاري وکړي هیڅ یو وسلوال ته به دترهګریزو فعالیتونو زمینه برابره نه شي.
دهرات ولایت اوسیدونکي دافغان ځواکونو دملاتړ ترڅنګ د دوی دهڅو او قربانیو ملاتړ کوي.
امیر حسین سلجوقي

Share this page to Telegram

Comments