افغان ځواکونو لوګر کې د وسلواو مهماتو یوه لویه زیرمه نیولې

comments 0

12705 Views

هندوکش – لوگر: د لوګر ولایت د امنیه قوماندانۍ چارواکي وايي چې تیره شپه افغان ځانګړو ځواکونو د لوګر ولایت په خروار ولسوالۍ کې د وسلو او مهماتو یوه لویه زیرمه نیولې ده.
د لوګر د امنیه قوماندانۍ ویاند شاپور احمدزی وايي چې په دغه زیرمه کې ۹۰ میله سپکه او درنه وسله او ګڼ شمیر مهمات او چاویدونکي توکي نیول شوي دي.
ښاغلی احمدزی وایي چې دغه عملیات د خروار ولسوالۍ په بیګم کلي کې ترسره شوي.
هغه وایي چې د نیول شویو وسلو او مهماتو په تړاوو دوه کسان هم نیول شوي دي.
عبید رادپور

Share this page to Telegram

Comments