افغان ځواکونو د کابل – سمنګانو په لویه لاره کې ۵ تنه وسلوال طالبان نیولي

comments 0

2774 Views

هندوکش ـ کابل: د ملي دفاع وزارت له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې تیره ورځ د ملي اردو ځواکونو د کابل ـ سمنګانو ولایتونو په لویه کې ۵ تنه وسلوال طالبان هغه مهال ونیول شول، چې په یاده لویه لاره کې یې له خلکو څخه د عشر او زکات په نوم باج اخیسته.
په عین حال کې د یادې لویې لارې مسافرین د افغان ځواکونو د هڅو او له قربانیو څخه ستاینه کړې او له دوی يې غوښتنه کړې چې د یادې لارې د امنیت په هدف عملیات په لاره واچول شي.
عبید رادپور

Share this page to Telegram

Comments