افغان ځواکونو د لوګر بره کي برک ولسوالۍ کې پوځي عملیات پيل کړل

comments 0

1 Views

هندوکش – لوګر: د لوګر ولایت د امنیه قوماندانۍ چارواکي وايي چې د تیرې ورځې راهیسې د افغان ځواکونو له لوري د بره کي برک ولسوالۍ په ناامنه سیمو کې د وسله والو طالبانو پرضد چانیز عملیات پيل شوي دي.
د لوګر امنیه قوماندان سمنوال رحم خدا مخلص چې د دغو عملیاتو مشري کوي وايي تراوسه پورې په دغه عملیاتو کې ۴ تنه وسله وال طالبان وژل شوي او ۷ نور ټپیان شوي دي.
ښاغلی مخلص وایي چې د عملیاتو پرمهال یې ګڼ شمیر سپکه او درنه وسله او چاودیدونکي توکي هم نیولي دي.
د لوګر امنیه قوماندان وايي چې دا عملیات بریالي دي او تر هغه پورې به دا عملیات دوام وکړئ تر څو پورې چې ناامنه سیمې له وسله والو طالبانو پاکې کړئ.
ویل کیږي چې دا عملیات به د لوګر ولایت د مرکز پل علم په ګډون یو شمیر نورو سیمو او ولسوالیو ته هم وغځول شي.
عبید رادپور

Share this page to Telegram

Comments