افغان ځواکونو د جوزجان ولایت ستراتیژیکې سیمې د طالبانو له شتون څخه پاکې کړي دي

comments 0

8 Views

هندوکش ــ جوزجان: د ۲۰۹ شاهین قول اردو چارواکي وایي، افغان ځواکونو په جوزجان ولایت کې عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې د فروقه قلعه په نوم ګڼ شمیر ستراتیژیکې سیمې د طالبانو له شتون څخه په بشپړ ډول پاکې او د طالبان د بیرغ پرځای یې د هېواد ملي بیرغ راځړولی دی.
د شاهین قول اردو چارواکي وایي، چې په یادو عملیاتو کې وسلوالو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله هم اوښتې.
دوی وایي، افغان ځواکونه هڅه کوي، چې خپل عملیات د دې ولایت نورو سیمو ته وغځوي.
عاطفه مصمم

Share this page to Telegram

Comments