افغان ځواکونو د بغلان_سمنګانو په لویه لار ۳ کړۍ ماینونه کشف او له منځه وړي دي

comments 0

14 Views

هندوکش ـ بغلان: د بغلان ولایت امنیتي چارواکي وایي،چې وسلوالو طالبانو د بغلان او سمنګانو ولایت په لویه لاره ۳ کړۍ ماینونه کشف اوله یوې سترې چاودنې څخه یې مخنیوي کړی دی.
ځایي امنیتي چارواکي وایي، وسلوالو طالبانو له افغان ځواکونو سره په مخامخ جګړه کې ماتې خوړلې او دوی د همدې ماتې په پټولو سره په عامه ځایونو کې ماینونه ځای پرځای کوي او بې ګناه ملکي وګړي شهیدانوي.
په ورته وخت کې امنیتي چارواکو له ولس سره د ښه او خوندي امنیت په راوستو کې ژمنې وکړې او خلکو ته یې د ښه امنیت ډاډ ورکړ.
نجیبه سروري

Share this page to Telegram

Comments