افغان ځواکونو دفراه په مربوطاتو کې ۶۴ کړۍ ماینونه کشف اوله منځه وړي

comments 0

0 Views

هندوکش ــ فراه: د فراه ولایت امنیه قوماندانۍ ویاند محب الله محب وایي،افغان ځواکونو دفراه ولایت په بکوا او بالابلوک ولسوالیوپه مخلتفو سیمو کې دطالبانو له خوا ځاي پرځاي شوي ۶۴کړۍ ماینونه کشف کړي او ورسته یې له منځه وړي دي.
ښاغلي محب زیاتوي،چې وسلوالوطالبانو دجګړې په ډګرکې ماتې خوړلې،نو له همدې امله په لویو لارو او عامه ځایونو کې ماینونه ځاي پرځاي کوي،ترڅو دملکي کسانو دمرګ ژوبلې سبب شي.
دیادونې وړ ده،چې دطالبانو له خوا دهېواد په مخلتفو برخو ایښودل شوو ماینونو ډيري قربانیان ملکی وګړي دي.
امیرحسین سلجوقي

Share this page to Telegram

Comments