افغان ځواکونو دجوزجان په درزاب ولسوالۍ کې عملیات پیل کړي

comments 0

141 Views

هندوکش ــ جوزجان: د جوزجان ولایت په درزاب ولسوالۍ کې افغان ځواکونو دتصفیوي عملیاتو دپیل خبر ورکړي دي.
چارواکي وايي، چې یاد عملیات دملي اردو دخاصو ځواکونوپه رهبرۍ اودنورو ځواکونو په ملاتړ روان دي.
امنیتي چارواکي وايي، چې په ترسره شوو تصفیوي عملیاتو کې څو سیمې دطالبانو له شتون څخه پاکې شوي او له دوي څخه څو کړۍ ماینونه هم دافغان ځواکونو لاسته ورغلي دي.
دچارواکو له قوله په جوزجان ولایت په مختلفو لیري پرتو سیمو کې دطالب ترهګرو له خوا عملیات ورځ تربلې پراخیږي.
عاطفه مصمم

Share this page to Telegram

Comments