افغان ځواکونو ته بې پيلوټه الوتکې وسپارل شوې

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: د چهارشنبې په ورځ لویدیځ هرات ولایت کې د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت افغان ځواکونو ته ۸ بې پيلوټه الوتکې وسپارلې.
په دې تړاو د ظفر قول اردو کې ځانګړي مراسم نیول شوي و چې د غوڅ ملاتړ ماموریت د مسوولینو تر څنګ د هرات والي پکې برخه درلودله.
د ظفر قول اردو مسوولینو ویلي، دا الوتکې به د افغان ځواکونو سره مرسته وکړي چې دښمن ځای کشف او بیا پرې دقیق برید وکړي.
د هرات والي ډاډ ښودلی چې دا الوتکې به له یوې خوا د دښمن مرکزونه په نښه کړي او له بلې خوا به بریدونه دقیق شي چې ملکي وګړي پکې خوندي وي.
الوتکې کولی شي، هم کشف وکړي او هم دقیق دښمن او مرکزونه یې په نښه کړي.
په دې الوتکو سره ملي دفاع وزارت خوښي ښودلې چې ترهګرۍ ضد مبارزه کې به زیات پرمختګ وکړي او دښمن ته به سخت ګوزارونه ورکړي.
د الوتکو لپاره افغان ځواکونه روزل شوي او ځینې نور به هم وروزل شي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments