افغان ځواکونوپه کندز کې تصفیوي علمیات پیل کړي

comments 0

0 Views

هندوکش – کندز: دکندز ولایت امنیتي چارواکي وايي، چې افغان ځانګړو ځو اکونو دوسلوالو ترهګرو له منځه وړلو په هدف په کندز ولایت کې عملیات پیل کړي دي، ترڅو په بشپړ ډول دکندز ولایت دترهګرو له شتون څخه پاک شي.
چارواکي زیاتوی،چې تیره ورځ دملي اردو دځانګړو ځواکونو دقول اردو قوماندان هم کندز ولایت ته سفر کړي و، ترڅوافغان ځواکونوته دوسلوالو په له منځه وړلو کې لازمې سپارښتنې وکړي.
دکندز ځايی چارواکي وايی،افغان ځواکونه به وسلوالو ته اجازه ورنه کړي،چې دخلکو ژوند له ګواښ سره مخ کړي.
نجیبه سروري

Share this page to Telegram

Comments