افغان ځواکونوپه کابل او نیمروز ولایتونو کې له ۸ چاودنو څخه مخنیوی ترسره کړ

comments 0

2339 Views

هندوکش ـ کابل: د کورنیو چارو وزارت وايي، چې د یاد وزارت موظفینو په کابل او نیمروز ولایتونو کې د یو لړ کشفي او استخباراتی معلوماتو په اساس ۸ کړۍ مختلف ماینونه کشف او له منځه وړي دي.
د کورنیوچارو د وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې افغان ځواکونو ۳ کړۍ ماینونه د کابل ولایت، پغمان ولسوالۍ له مربوطاتو او ۵ کړۍ ماینونه د زرنج ــ چغانسور په لویه لاره کې کشف او له خونړیو چاودنو څخه یې مخنیوی کړی دی.
خبرپاڼه زیاتوي، چې ترهګر غواړي په داسې کړنو سره د ولسي وګړو په منځه کې وحشت او ویره خپره کړي او خپلو شومو موخو ته ځان ورسوي.
عبید رادپور

Share this page to Telegram

Comments