هندوکش ــ ننګرهار: تیره شپه دملي امنیت ځانګړو ځواکونو دننګرهارولایت په شیرزاد ولسوالۍ کې عملیات ترسره کړي ، چې په ترڅ کې ۱۱ طالبان وژل شوي او ۴تنه وسلوال تپیان شوي دي.
دننګرهارولایت دچارواکو په خبره په یادوعملیاتو کې ۸تنه له وسلوالو طالبانو سره داړیکو او همکاري په تور نیولي دي،دمعلوماتو له مخې په وژل شوو کسانو کې دننګرهارولایت دیوشمیر ولسوالیو لپاره دطالبانو تش په نوم ولسوالان، قاضیان او امنیه قوماندانان هم په وژل شوو کسانوکې شامل دي.
چارواکي زیاتوی، چې په یادو عملیاتو کې دطالبانو دوسلواومهماتو یوه ډیپوه او دوه عرادې موټرسایکلونه هم له منځه وړل شوي دي.
فرهاد شهراني
افغان ځواکونوننګرهار کې ۱۵ وسلوالو طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې
