افغان ځواکونه څه ته اړتیا لري؟ سید عبدالله پاچا

comments 0

0 Views

افغان ځواکونه اوس د سیمې په کچه تر ټولو زړه ور ځواکونه یادیږي، که څه هم د تجهیزاتو برخه کې اړتیاوې یې لا نه دي پوره شوي، خو بیا هم توانیدلي چې د ټولې نړۍ له ترهګرو ډلو سره په افغانستان کې جګړه او مبارزه وکړي.
دا اوس د سیمې هېوادونو ته هم ثابته شوې چې افغان ځواکونه په جګړه کې ماتې نه مني او په دښمن باندې هر ځای کې سرې سترګې ورځي او سر یې له تنې جدا کوي.
افغان ځواکونه په یو لوړ مورال سره جګړه کوي چې هغه له هېواد او ناموس دفاع ده، د دې لپاره چې د طالبانو په ګډون ترهګرې ډلې د خلکو د ناموس او هېواد پلورنې لپاره رامنځ ته شوې او افغان ځّواکونه هیڅکله اجازه نه ورکوي چې ترهګرې ډلې دې ارمان ته ورسیږي.
ترهګرو ډلو ته اوس په افغانستان کې ډير امکانات له بیرون راځي چې جګړه اوږده کړي، افغانان قرباني کړي او هېواد ویجاړ کړي، خو افغان ځواکونه په میړانه دفاع کوي او ترهګرې ډلې یې ازادانه فعالیت ته نه دي پريښي.
ترهګرې ډلې چریکي جګړه کوي، د افغان ولس په منځ کې بریدونه کوي او د دې لپاره یې کوي چې څنګه پر حکومت باندې د خلکو فشار زیات کړي، ترهګرې ډلو تراوسه زیات بریدونه په عامو وګړو کړي، خو دې هدف ته نه دي رسیدلي او لامل یې دا دی چې افغانان هوښیار شوي دي او خپل دښمن او د دښمن په موخو باندې پوهیږي.
که ترهګرې ډلې د طالبانو په شمول مخامخ جګړه وکړي، یوه میاشت به هم ژوندي پاتې نه شي، خو دا چې دا ټولې افغان دښمن ډلې د خلکو له منځه پرافغان ځواکونو او افغانانو بریدونه کوي، د افغان ځواکونو کار یې یو څه سخت کړی دی.
خو افغان ځواکونه له عامو خلکو څه غواړي او څه ته اړتیا لري؟
دا به سمه وي چې افغان ځواکونه ځینو برخو اړتیاوې لري، خو تر ټولو مهمه اړتیا یې د عامو خلکو ملاتړ دی چې له خپلو ځواکونو یې وکړي، د دې لپاره چې کله د عامو خلکو ملاتړ له افغان ځواکونو سره نیغ په نیغه وي، هیڅ دښمن نه شي توانیدلی چې هدف ته ورسیږي.
اوس چې ځینو بریدونو کې ترهګرې ډلې هدف ته رسیږي، لامل یې د خلکو نه همکاري ده، ځکه ترهګرې ډلې د خلکو په منځ کې یو ځای ته ځان رسوي او یو څوک دی چې همکاري ورسره کوي، خو که عام خلک په دې تړاو ویښ شي او په وخت افغان ځواکونو ته مالومات ورکړي، هیڅ ترهګر به هدف ته و نه رسیږي.
افغان ځواکونه یواځې له خلکو غواړي او اړتیا لري چې د ترهګرو له ورانکارو کړنو یې په وخت خبر کړي او ترهګرو ډلو ته په کور او حجره کې پنا ور نه کړي.
که د خلکو پراخ ملاتړ له خپلو ځواکونو سره وي، هیڅ پنجابی او چیچنايي به و نه توانیږي چې په افغانستان کې یوه شپه په افغانستان کې وکړي، نو پکار ده چې موږ دا خپل مسوولیت وګڼو چې له خپلو ځواکونو ملاتړ وکړو او د هرې ورانکارې کړنې په تړاو په وخت مالومات ورکړو.

Share this page to Telegram

Comments