افغان ځواکونه پیاوړي او د خلکو په زړونو کې ځای لری!/ سید عبدالله پاچا

comments 0

0 Views

افغان ځواکونو په خپلې مېړانې او زړورتیا په ثبوت رسولې، چې هغوى د دښمن ملا ورماته کړې او په د وروستیو کې یې د دښمن د سر سړی وژلی او د هغوى تر واک لاندې ګڼې ولسوالۍ یې بېرته نیولې دی، همدا رنګه کورنیو ځواکونو د ناامنو سیمو د پاکولو عملیات پراخ کړی دی، د دښمن زندانونه یې مات کړی او د هغوى د را ټولېدو او تصمیم نیولومراکز یې له منځه وړې دي. افغان حکومت او هم د امریکا په مشرۍ ناټو وایی، چې افغان ځواکونه پیاوړي شوي او دښمن ته یې ماتې ورکړې ده، څو ورځې وړاندې د ناټو او امریکایی ځواکونو قومندان جنرال سکاټ مېلر له ولسمشر غني سره په لیدنه کې ویلي چې افغان ځواکونو طالبانو ته د جګړې په ډګر کې ماتې ورکړې ده. سکاټ مېلر ویلي، چې طالبان نه یوازې د جګړې په ډګر کې مات شوي، بلکې افغان ځواکونو ىې ګڼ شمیر ترهګر مشران وژلي او د خپل تصرف ساحه یې هم پراخه کړې ده. ښاغلی مېلر د افغان ځواکونو د بریا سبب د دوى د همغږۍ پیاوړتىا ښوودلې او ولسمشر غنی ته یې د افغان ځواکونو په اړه غوره ارزونه وړاندې کړې ده. په دې لىدنه کې ولسمشر غنی هم ویلي چې د افغان ځواکونو همغږی د هر بل وخت په پرتله زیاته شوې او همدا وجه ده چې طالبان او نور ترهګر یې په هر ډګر کې مات کړي دي. ولسمشر زىاته کړې، افغان ځواکونه له ترهګرۍ سره د جګړې په لومړۍ کرښه کې دي او نړىوال ملاتړ ته یې اړتیا ده. دا سمه او پرځاى خبره ده، کورنۍ ځواکونه له هغې ترهګرۍ سره په جګړه کې دي، چې سیمه او نړۍ ګواښي، د دغو ځواکونو نړیوال ملاتړ ته اړتیا ده، چې له نېکه مرغه د امریکا تر مشرۍ لاندې د ناټو ځواکونه یې روزنې او تجهیزولو ماموریت ته زور ورکوی، څو ورځې وړاندې د ناټو مشر اعلام وکړ، چې موږ به د سولې تر راتګه دې لړۍ ته اوږه ورکړو. د افغان ځواکونو روزنه او تجهیزول، ډېر مهم دي، ځکه هغوى له نړیوالې ترهګرۍ سره په جګړه کې دي، هغوى ته باید ډېر وړاندې پیاوړى هوایی ځواک په واک کې ورکړل شوى واى او همدا رنګه د ځانګړیو ځواکونو شمېره د اړتیا تر کچې رسېدلې واى، خو اوس هم پر دې کار کېږی، خو څه چې ډېر مهم دی، هغه د کورنیو ځواکونو د پیاوړتیا لپاره تبلیغات دی، چې د هغوى مورال پیاوړى کړی، نو دلته د ولس ملاتړ ته ستره اړتیا ده، چې له خپلو ځواکونو سره یې وکړی. کله، چې کورنی او امنیتی ځواکونه د ولس د سر او مال د ساتنې په دفاع کې خپل سرونه نذرانه کوی او هره ورځ قربانۍ ورکوی، نو لازمی ده، چې ولس هم د خپلو دفاعی او امنیتی ځواکونو تر څنګ د هېواد او ملی ګټو په دفاع او ساتنه کې ودرېږی او دغه راز باید د هېواد په هره سیمه او هر ګوټ کې د کورنیو او امنیتی ځواکونو ملاتړ وشی. همدا ملی اتلان دی، چې د خلکو د عامه حقوقو، سیاسی او ټولنیزو حقوقو څخه په کلکه او په مېړانې سره ساتنه کوی. له ملی نوامیسو او مځکنۍ بشپړتیا څخه د دفاع او ساتنې په برخه کې نه یوازې حکومت، بلکې مدنی ټولنې، علما، عام ولس او قومی مشران په هر وخت او هر ځای کې له دوی څخه خپل ملاتړ اعلام کړی، چې دوی تشویق شی او خپل مسوولیت په ښه توګه ترسره کړی او خپلو چارو ته متوجه شی. امنیتی او دفاعی ځواکونه د ولس، د ولس له منځه او د ولس بچیان دی، چې له هېواد څخه دفاع کوی خپل سرونه د دښمن په مقابل کې سپر ګرځوی دا د دوی د مینې ښکارندو یې ده، چې له وطن سره یې لری. د خپل ملی ناموس، خاورې او خلکو دفاع کولاى شی. دا ډېر د خوښۍ ځای دى، د افغانانو هغه باور، چې څو کاله وړاندې یې په امنیتی او دفاعی ځواکونو درلود هغه باور لا زیات شوی او په هرډول شرایطو او په هر حالت کې دا ځواکونه کولای شی چې د افغانانو له خاورې پت او عزت څخه دفاع وکړی او کړې یې ده، دوی باتور او زمریان ځوانان دی.

Share this page to Telegram

Comments