افغان ځواکونه ولسواکۍ ته ژمن دي / سید عبدالله پاچا

comments 0

0 Views

افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه چې د نظام بنسټ جوړوي په ټوله مانا چمتو دي چې له ولسواکۍ دفاع وکړي او د مدني اعتراضونو او لاریونونو امنیت خوندي کړي.
لکه په اساسي قانون کې چې واضح راغلي چې مدني حرکتونو د ټولو مسلم حق دی، همداسې افغان ځواکونه خپل مسوولیت بولي چې د دې ډول حرکتونو بې پرې ډول باندې امنیت وساتي.
تاسو ولیدل چې د جمعې په مبارکه ورځ کابل ښار کې لاریونونه وشول او افغان ځواکونو یې په پوره ډاډ سره امنیت نیولی و.
افغان ځواکونو اجازه ور نه کړه چې لاریونونه ګډوډ شي او یا کوم ګواښ ورته متوجه شي.
افغانستان کې لا هم خلک له مدني اعتراضونو سره پوره بلد نه دي، له ځینو کسانو د تاوتریخوالي ګټه اخیستل کیږي، خو له نیکه مرغه د جمعې ورځې لاریون کې هیڅ ډول تاوتریخوالی و نه شو.
لامل دا و چې افغان ځواکونو ترمنځ ښه همغږي موجوده وه او لاریون یې داسې تنظیم کړی و چې نه عامه تاسیسات زیانمن شي، نه ډير خلک په تکلیف شي او نه هم لاریون په تاوتریخوالي واوړي.
افغان ځواکونو شپه او ورځ په ځان یوه کړې وه او د کابل ښار کې یې ښه امنیتي تدابیر نیولي و، له عامو خلکو نیولې بیا تر سیاسیونو په خوندي چاپيریال کې اعتراض وکړ او خپلې انديښنې او اعتراضونه یې شریک کړل.
موږ په لاریونونو کې د موټرو سوځولو، دوکانونو چور کولو او سوځولو او عامه تاسیساتو د ویجاړولو شاهدان یو، خو اوس له نیکه مرغه افغانان له دې فرهنګ سره بلد شوي او نه غواړي چې لاریون کې تاوتریخوالی وکړي.
د لاریونونو د تنظیم او د لاریون پرمهال بهرني استخبارات پوره هڅه کوي چې ځینې ډلې لاریون کوونکي تاوتریخوالي ته وهڅوي او په دې سره ګډوډی رامنځ ته کړي.
تاسو به لیدلي وي چې هر کله لاریون په تاوتریخوالي اوړي، ځینې ډلې د لاریون کوونکو منځ ته دننه کیږي او پر افغان ځواکونو باندې ډزې کوي، ناسم حرکات کوي.
همداسې لاریون په تاوتریخوالي اوړي او بیا افغان ځواکونه ملامت بلل کیږي چې ولې د لاریون کوونکو مخه نیولې او یا یې ورته مخه نیولې ده.
افغان ځواکونه هم له خپلو خلکو سره بلد دي او په داسې طریقه کار کوي چې نه سیخ سوځیدلی او نه کباب.
پر خپلو ځواکونو باور ولرئ، دا ځواکونه وړتیا لري چې له ولسواکۍ او د خلکو له ناموس او خاورې دفاع وکړي.

Share this page to Telegram

Comments