افغان ځواکونه ستایل شوي دي

comments 0

1936 Views

هندوکش – کابل: افغان ځواکونه د طالبانو خلاف د جګړې وړتیا لري.
د امریکا د مرکزي قوماندې مشر جنرال جوزف ووټل ویلي، د لوی پاسوال رازق وژل کېدل به افغان ځواکونه د طالبانو خلاف جګړه کې په شا نه کړي.
جوزف ووټل زیاته کړې چې افغان ځواکونه کولای شي د ټاکنو په مهال او له ټاکنو وروسته په کندهار کې وضعیت کابو کړي.
ووټل ډاډ ورکوي چې د رازق وژل کېدل به د افغانستان د جګړې په برخه کې د امریکا پر ملاتړ هم منفي اغېز و نه کړي.
تېره پنجشنبه کندهار کې د یو وسله وال برید په مهال د دغه ولایت امنیه قوماندان او د امنیت رییس ووژل شول، خو د بهرنیو ځواکونو قوماندان له بریده روغ ووت.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments